د دغه وسله وال سازمان له خوا رسنيو ته په لېږدول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ابو منصور عاصم د امير په توګه او مولوي سليم حقاني د استخباراتو د مشر په توګه معرفي شوي دي.
خبرپاڼه د یوه حکومتي شکله جوړښت خبر هم ورکړی چې والیان او وزارتونه هم په کې شامل دي.
تحریک طالبان پاکستان چې له ا.ا سره نږدې اړیکې لري، په دې وروستیو کې د پاکستان له حکومتي ځواکونو سره خپل اوربند پای ته تر رسولو وروسته یو وار بریدونه پیل کړي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د تحریک طالبان پاکستان ډله یو ترهګریز سازمان یاد کړی دی.