د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د چین د سوداګرۍ خونې استازو د برېښنا شرکت له چارواکو سره لیدنه کې لېوالتیا ښودلې چې افغانستان کې د سکرو له ډبرو ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید دستګا جوړونې کې پانګونه وکړي.
.دا خبرې د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ملي تلوېزیون ته وینا کې کړي دي
که څه هم افغانستان د انرژۍ تولید برخه کې لاس نا وهلی ګاز، د ډبرو سکاره، پریمانه اوبه او لمر لري خو د برشنا په برخه کې بیا سره له شته زېرمو تېرو نژدې دوو میاشتو کې د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو د شپې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا خلک له ستونزو سره مخ کړي و، چې د برښنا شرکت او ازبک چارواکو تر اوږد بحث وروسته د برښنا وارداتي تړون د یو کال لپاره لاسلیک او وغځول شو.
افغانستان د ډبرو سکرو ډېر کانونه لري او د استخراج چارې یې هم روانې دي چې په معیاري ډول استخراجول او برېښنا کې ترې ګټه اخیستل یې د برېښنا د کمي ستونزې هواري کې مرسته کولی شي.