ولادمیر زلنسکي د خپل بیرغ شین او ژړ رنګ د خپلواکي سمبول وباله او له اوکراییني پوځ یې مننه وکړه چې د روسیې په وړاندې جنګیږي.
روسیې څه باندې لس میاشتې وړاندې پر اوکراین یرغل وکړ چې لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د تازه خپاره شوي راپور له مخې، په دې موده کې نژدې ۷ زره ملکي اوکراینیان وژل شوي او یولس زره نور ټپیان شوي دي.