ماسک: په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې

ماسک: په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې

د سپېس ایکس کمپنۍ مالک ایلن ماسک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې دي

ښاغلي ماسک د دې  خبرې اعلان داسې وخت کړی دی چې په وروستیو ورځو کې ایران ته په قاچاقي ډول د سټارلېنک ټکنالوژۍ د وړلو خبرونه خپاره شوي وو.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د خبري سرچینو په قول راپور ورکړی چې په ایران کې د اعتراضونو له پیله دغه هېواد ته د سټارلېنک د انټرنېټي شپوږمکۍ د وصلېدو کابو ۲۰۰ ترمینلونه ایران ته قاچاق شوي دي.

ایران په خپلې خاورې کې دا الې منع اعلان کړي او هڅه کوي چې کشف او ټولې یې کړي.