د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو د حقونو د رعایتولو په هکله خبرې کړي دي

د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو د حقونو د رعایتولو په هکله خبرې کړي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بلاول بوټو زرداري دوشنبه ناوخته له خپل سعودي سیال فیصل بن فرهان آل سعود سره په ټيلیفون د ګڼو نورو خپلمنځي مسایلو سربېره د افغانستان اړوند موضوع ګانې یادې کړي دي.

د اعلامیې پر بنسټ د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د ښځو د حقونو د تامین په اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید د ژوند په ټولو برخو کې پوره ونډه ورکړل شي.

دوی همدارنګه په افغانستان کې سوله او ثبات په سېمه کې  مهم بللې او ټینګار یې کړی دی چې د افغانانو د سوکاله راتلونکې لپاره باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره همکاره پاته شي.