هلمند کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یوه ښځه ژوبل شوې ده

هلمند کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یوه ښځه ژوبل شوې ده

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پېښه کې چې پرون یکشنبه د موسی کلا ولسوالۍ په دوآب کلي کې شوې، یو ماشوم هلک او یوه ماشومه نجلۍ وژل شوي او یوه ښځه ژوبله شوې ده.

د باختر دولتي اژانس د راپور له‌مخې، چاودنه د هغه ماین وه، چې ماشومانو دباندې پیدا کړی او کور ته وړی و.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

تر دې څو ورځې مخکې هم په هلمند کې ماین چاودنې کوشنیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.