د شمېرو له مخې افغانستان د خپلې اړتیا ۲۰۲ میګا واټه برېښنا له ترکمنستانه، ۴۴۰ میګاواټه له تاجکستانه، ۴۵۰میګاواټه له ازبکستانه او ۱۰۲ میګاواټه له ایرانه واردوي .
خو سږکال ژمی هم د تېر په څېر د وارداتي برېښنا د کچې د کمېدو له امله د برېښنا پرچاوۍ ډېرې دي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په وینا، برښنا شرکت لومړی له ترکمنستان سره د برښنا تړون پر نوي کیدو به وغږیږي.