د ا.ا له لورې پر ښځو د کار بندیز وروسته افغانستان کې پنځو بهرنیو موسسو خپل کارونه ځنډولي دي

د ا.ا له لورې پر ښځو د کار بندیز وروسته افغانستان کې پنځو بهرنیو موسسو خپل کارونه ځنډولي دي

سېف ده چیلډرن” یا د ماشومانو د خوندیتوب اداره، د ناروې کډوالو شورا او “کېیر انټرنیشنل” یا (پاملرنه) په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې،  پرته له خپل ښځینه کارکوونکو خپل فعالیتونو ته دوام نشي ورکولی.

تازه د اسلامي همکارۍ ادارې هم ویلي دي، چې دوی هم افغانستان کې خپل کارونه بند کړی دي.

د دغې ادارې په وینا د دوی پروژې د هغو اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي چې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي او غواړي کوچنیان یې زده کړې وکړي.‌

“د اسلامي همکارۍ اداره پر افغان چارواکو غږ کوي چې سم لاسي د اېنجوګانو پر ښځینه کارمندانو بندیز لیرې کړي”.

همدارنکه د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي) په افغانستان کې د خپل فعالیت درولو اعلان کړی دی.‌

دغې کمېټې ویلي، د دوی  له اتو زرو کابو څلوېښت سلنه کارمندانې ښځې دي.

د  دغو غیر دولتي موسسو په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي:” مونږ خپل فعالیت ځنډوو، او غوښتنه کوو چې ښځې او سړي دې په ګډه او په مساوي ډول افغانستان کې زمونږ د بشر ژغورنې مرستو ته دوام ورکړي.”