د سوېلي افریقا مرکز جوهانسبرګ کې یو روغتون ته نږدې د سون توکو ټانکر د چاودنې له امله لس کسان مړه شوي دي

د سوېلي افریقا مرکز جوهانسبرګ کې یو روغتون ته نږدې د سون توکو ټانکر د چاودنې له امله لس کسان مړه شوي دي

یاد ټانکر په باکسبرګ ښار کې شنبې سهار تر یوه پله لاندې نښته کې چې د روغتون څخه ۱۰۰ متره لیرې  واقع و چاودېدلې دی

د چاودنې له کبله د روغتون د یوې برخې د بام له رالوېدو وروسته ناروغان خوندي ځای ته لېږدول شوي.‌

په ټانکر کې سونتوکي لېږدول کېدل.

د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند ویلیم نټلاډي ویلې دي  چې”احتمالاً،‌ د ګاز یو ټانکر د یوې فرعي لارې پله لاندې بند شوی او بیا یې اور اخیستی دی.”

اوروژونکو هڅه کړې چې د چاودلي ټانکر اور مړ کړي، خو هلته یوه بله لویه چاودنه شوې ده.‌

د سویلې افریقا د یو خبرې اژانس په حواله، ښايي د پېښې مرګ ژوبله ډېره شي، ځکه چې د ۱۹ ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ۱۵ نور عادي حالت کې دي، خو سخت سوځېدلي دي.