ترکیه سره له دې چې د اوکراین او د روسیې په جګړه کې د سولې د خبرو د تنظیمولو لپاره هڅې کوي وايي د اوکراین جګړه به په آسانۍ پای ته ونه رسېږي.
ترکیه چې د تور سمندرګي له دغو دواړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې پالي، د یوه اوربند د رامنځته کېدو لپاره یې د یو بې طرفه هېواد دریځ غوره کړی دی.
د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار په انقره کې د روان کال په وروستي خبري کنفرانس کې وویل، داسې ښکاري چې دغه جګړه به آسانه ختمه نه شي.
اکار زیاته کړې، دا به تېروتنه نه وي چې ووایو زموږ د ټولو ښېګڼې او د یوه اوربند لپاره غوښتنې سره، داسې ښکاري چې دغه جګړه به په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام وکړي.
روسیې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین یرغل سره جګړه پیل کړه چې په نتیجه کې یې اوکراین ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واوښتل.