د دغه وزارت په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال سیدرسول موسوي په تهران کې افغان سرپرست سفیر سره د نجونو د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو د ایران دریځ شریک کړی دی.
موسوي په خپل ټوېټر پاڼه کې هم د دې خبرې یادونه کړې چې هېواد یې افغان زده کړیالو نجونو ته د انلاین زده کړې تر څنګ د ایران له موجوده امکاناتو او پوهنتونو څخه په استفادې درسي بهیر پیلولو ته چمتو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره پنجشنبې د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونو په تړل کېدو اندېښنه ښودلې وه.