اروپايي ټولنې د ا.ا له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو تازه بندیز غندلی دی

اروپايي ټولنې د ا.ا له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو تازه بندیز غندلی دی

په افغانستان کې د مرستندویو موسسو یو لوی  تمویلونکې اروپايي ټولنې ویلي دي چې د ښځو پر کار کولو بندیز سره په افغانستان کې د مرستو بهیر ارزوي.

همدارنګه د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل په یوه ټویټ کې د ا.ا له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو وروستی بندیز په افغانستان کې له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو څخه د ښځو ایستل، یو خواشینونکې عمل بللې دی.

د ا.ا د اقتصاد وزارت پرون ټولو کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو ته په استول شوي مکتوب کې ویلي چې تر امر ثاني پورې  دي ښځې کار کولو ته پرېنږدي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا ای ار سي په یو بیان کې راغلې دي چې په افغانستان کې له درې زره ډېرې  ښځینه کارکوونکې لري چې په دې هېواد کې د بشري مرستولو په رسولو کې یې ونډه ډېره مهمه ده.