د روسېې د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې روسي ځواکونه په پام کې لري د اوکراين په ګاونډي هیواد، سپینه روسيه کې پوځي تمرینات پیل کړي.
روسېه همدارنګه روانه اوونۍ د چين سمندري ځواکونو سره هم ګډ پوځي تمرینات لري
په بېلاروس یا سپېنه روسیه کې د ګډو پوځي تمریناتو خبر، د دوشنبې په ورځ انترفاکس خبري آژانس د روسېې د دفاع وزارت له قوله ورکړ. یاد آژانس د روسېې د دفاع وزارت له قوله وويل چې «…د جنګي تکتيکونو تر ترسره کېدوه وروسته به د جنګي وړتياو او جنګي چمتووالي وروستۍ ارزونه ورکړل شي.»
بېلاروس په اکتوبر میاشت کې له مسکو سره د سيمه ایزو ګډو ځواکونو د پوځي تمریناتو د یو تشکیل اعلان کړی و چې په دې موخه يې په زرګونه عسکر د پخواني شوروي اتحاد دغه هېواد ته تللې دي.