اجمل حقيقي افغان یوټيوبر د ا.ا له بنده آزاد شو

اجمل حقيقي افغان یوټيوبر د ا.ا له بنده آزاد شو

ښاغلي حقیقي پرون چهارشنبې په یوټیوب شبکه کې یوه ویډیو ایښې او وایي له زندانه ډېرې خاطرې لري.

نوموړي وايي: نه‌غواړي د هیڅ ترخې خاطرې یادونه وکړي. هغه د زنداني کېدو د وختونو یادونه کړې چې ده او ورسره بندي همکاران  یې په بند کې د خپل د تجربو او ژوند کیسې کولې.

اجمل وايي، څه مو کولای شوای، زندان و، هر څومره چې د ترخو خاطرو ووایاست هومره زندان نور هم تریخ کېږي.

اجمل حقیقي چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی و، شاو خوا شپږ میاشتې د ا.ا په استخباراتو ریاست او د کابل په پلچرخي زندان کې تېرې کړې دي.

هغه ويلي چې له ده سره یې نور همکاران، غلام سخي، امید ارمان او عبیدالله مجیدي هم د ا.ا له زندانه آزاد شوي دي.