نړيوالو سازمانونو له ا.ا غوښتي چې د نجونو د تحصيل بندولو پرېکړه بېرته واخلي

نړيوالو سازمانونو له ا.ا غوښتي چې د نجونو د تحصيل بندولو پرېکړه بېرته واخلي

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سوټیزرلنډ او اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ګڼو هېوادو په یوه ګډه ویناپاڼه کې ا.ا ته خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به یې له دوی سره د اړیکو پر څرنګوالي اغېز ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر توسک د ا.ا له‌خوا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل د نجونو او ښځو لپاره  یو وحشناک او بې رحمانه اقدام  یاد کړی دی او ویلی دي چې د ا.ا دغه پریکړه په فغانستان کې د ټولو لپاره د مایوسۍ وړ شاتګ دی.هغه په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د نجونو او ښځو محرومول په نړۍ کې بې‌سارې یاده کړې ده.

د بخښنې نړېوال سازمان هم په یوه ټویټ کې ويلي چې ا.ا په افغانستان کې د ښځو له اساسې حقونو څخه انکار کولو ته دوام ورکوي او اوس یې د نوي اقدام سره د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل.

په عین حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ا.ا پر دغې پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او د ا.ا دا افدام یې ډېر مایوسونکی  یاد کړی دی.

نړیوال د ا.ا د دې پرېکړې په وړاندې غبرګونونه داسې مهال څرګندوي چې له دې مخکې یې هم د دې ډلې له‌خوا ښوونځیو ته له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو پر تګ، د ښځو پر کار، سفر، پارکونو، لوبغالو او حمامونو ته پر تګ، اجباري حجاب او پر اعتراضونو یې د لګول شویو جدي محدودیتونو په اړه تل انتقادونه کړي او دا یو له هغو لاملونو  څخه بلل کیږي چې د نړۍ هیڅ یوه هېواد تر اوسه د ا.ا حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.