په سالنګ تونل کې د چاودنې له امله د مړو شمېر د رسمي ارقامو له مخې ۳۱ ته لوړ شو.
د افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر ویلي دي چې د دې تراژیدۍ تلفات سخت بوږونکي دي.
همداراز د افغانستان لپاره د جرمني ډيپلوماتیک ماموریت د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پرون رسنیو ته وویل چې د چاودنې له ځایه ۳۷ تنه ټپیان هم روغتونونو ته رسول شوي دي.
د سالنګ تونل د چاودنې علت په اړه لا تراوسه څه نه دي ویل شوي.