ګوېترېش وايي ا.ا دي ترهګرو ډلو ته اجازه ورنکړي چې ګاونډي هیوادونو ته له افغانستانه ګواښ پېښ کړي

ګوېترېش وايي ا.ا دي ترهګرو ډلو ته اجازه ورنکړي چې ګاونډي هیوادونو ته له افغانستانه ګواښ پېښ کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له ا.ا غوښتې چې په افغانستان کې هغو ترهګرو ډلو ته د فعالیت کولو اجازه ورنکړي چې پاکستان یا د سیمې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.

هغه همدا ډول یوې کلنۍ خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ا.ا دې د نجونو پر پوهنې او د ښځو پر کار د بندیزونو د لرې کولو او د یوه ټولګډوني حکومت د جوړولو په برخه کې باید خپلې ژمنې پرځای کړي.

انتونیو ګوتېرېش د خبریالانو د پوښتنو ځواب کې وویل، افغانستان کې بېلابېل توکمونه اوسېږي او حکومت کې باید د ټولو توکمونو استازي شامل وي چې دا د ا.ا د اړیکو پر څرنګوالي مهم اغېز پرېباسي.

ښاغلی ګوتېرېښ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې نن د افغانستان په تړاو د کال وروستی درې میاشتنی رپوټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.