د خوړو او کرنې ادارې درې ولايتونو کې له لمر تودېدونکي کورونه جوړ کړي دي

د خوړو او کرنې ادارې درې ولايتونو کې له لمر تودېدونکي کورونه جوړ کړي دي

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ژمي کې د ډېرو لرګیو د سوځېدو د مخنیوي لپاره په بامیان، بادغیس او غزني ولایتونو کې په لسګونه کورونه جوړ کړي چې تر ډېره د لمر له وړانګو تودیږي

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې دا ډول کورونه په ژمي کې د خونو د تودېدو لپاره د لرګیو مصرف نیمایي ته راکموي.

په دغو کورونو کې د لمرد وړانګو د جذب پنلونه یا سولرونه د هستوګنې د خونو او خلاصې فضا ترمنځ د یوه حایل په توګه نصب شوي چې په دې توګه د خونو د ننه هوا ګرمه ساتي او هم هواته د مضره ګازونو خپرېدو خطر کموي.