هند وايي، د اروناچل پرادېش غرنۍ پولې په اوږدو کې یې چینایی ځواکونو سره نښته کې پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هندي پوځ په وینا، دا نښته د تېرې جمعې پر ورځ رامنځته شوې ده.
دا په څه باندې یوه کال کې لومړی ځل دی چې د دواړو غاړو تر منځ یو ځل بیا جګړه کېږي.
چین لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو رویټرز د هندي پوځ د یوې سرچینې له قوله ویلي و، لږ تر لږه شپږ هندي پوځیان ټپیان شوي دي.
له دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې هم د دواړو هیوادونو د سرتېرو تر منځ لویه جګړه شوې وه، چې د دواړو خواو څخه ۲۴ سرتېري وژل شوي وو.