د باميان له پوهنتونه ۵۶۰ محصلانې فارغې شوې دي

د باميان له پوهنتونه ۵۶۰ محصلانې فارغې شوې دي

په بامیان کې د ا.ا والي عبدالله سرحدي په دې اړه وویل چې، ا.ا د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته ا.ا  له راتګ نږدې شپاړس میاشتې تېرې شوې، خو لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع دي.

د ا.ا  د پوهنې وزارت بیا تېره چهارشنبې د دولسم ټولګي له ټولو نجونو څخه د فراغت ازموینه واخیسته.