د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د اټکل له مخې د دې کورنیو جنګونو د مړو واقعي شمېر ښايي تر دې هم ډېر وي.
په یمن کې روان بشري بحران د نړۍ په سطحه ناوړه بلل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس لهمخې، د یونېسف اجرایه مدیرې کاترین رسل (Catherine Russell) ویلي، په دې جګړه کې په زرګونه کوچنیان مړه شوي دي، په سلګونو زره نور یې د لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
په یمن کې دوه ملیونه او دوه لکه کوچنیان په سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې یو پر څلورمه یې تر پنځو کلونو کم عمرونه لري.