د سپين بولدک او چمن دروازې ته نږدې نښته کې ۷ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ژوبل دي

د سپين بولدک او چمن دروازې ته نږدې نښته کې ۷ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ژوبل دي

جګړه وروسته تر هغه پيل شوه چې د ا.ا ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړوله او پاکستاني پوځیانو یې مخنیوی کوی

د کندهار د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي، چې د پاکستاني ځواکونو لخوا د ډزو په پایله کې د بولدک لورې ته د ا.ا د لسو پوځیان  په ګډون درې تنه عام وګړي ژوبل شوي او د ا.ا یو تن پوځي مړ شوی دی.

ښاغلي زید د مرګ ژوبلې پرته د پېښې په هکله ډېر جزیات ورنکړل.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ای اس پي ار په یوه بیان کې د ا.ا سرحدي پوځیان یې جنګ ته په لمن وهنې تورن کړي او ویلې یې دي چې لومړی د ا.ا د پوڅیانو له لورې د پاکستان پر خاوره د درنو وسلو لکه هاوان او توغندي مرمیو بریدونه وشول.

ای اس پي ار د پاکستاني پوځيانو د مرګ‌ژوبلې یادونه نه‌ده کړې خو ویلي یې دي چې، په دې پېښه کې ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ ویلي په کابل کې یې افغان واکمنو چارواکو ته د وضعیت د وخامت په اړه خبر ورکړی او ترې غوښتي یې دي چې په راتلونکي کې دي ورته پېښې بیا  تکرارنشي.