پرون د کوارټرفاینل په یوه په زړه پورې لوبه کې مراکش د پرتګال پياوړې لوبډلې ته ۱ـ۰ ماتې ورکړه.
که څه هم پرتګال په دې لوبه کې اویا سلنه برلاسې وه، خو د مراکش لپاره یوسف نصیري د لوبې په ۴۲ دقیقه کې ګول وواهه.
د پرتګال مشهور ستوری کرسټیانو رونالډو چې د لوبې په لومړنیو شېبو کې نه و، خو د ګول له خوړلو وروسته د لوبې ډګر ته راغی خو پرله پسې بریدونو یې کومه مثبته پایله ورنه کړه او پدې ډول پرتګال له دې نړیوال جام څخه بهر شو.
په دویم کوارټرفاینل کې بیا فرانسې ۲ـ۱ د انګلستان پیاوړې لوبډله له نړیوال جامه رخصت کړه.
دغه دواړه هېوادونه چې له غوره کورنيو فوټبال لیګونو برخمنې دي سيالۍ یې په نړیواله کچه ډېر ليدونکي لري.
د فوټبال نړیوال جام سيالۍ پایلوبه د ډسمبر په اتلسمه نېټه ترسره کېږي.