ښاغلي وېسټ پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات هم له ښځو سره د ا.ا په چار چلند پورې اړه لري.
نوموړي وایي، د ا.ا د دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشري پلاوي سره یې اماراتو کې د افغانستان د خرابېدونکي بشري وضعیت په تړاو خبرې کړي دي.
که څه هم ا.ا تر اوسه دافغانستان د بشري وضعیت پر اندېښنو خبري نه دي کړي، خو دفاع وزارت یې وړمه ورځ ویلي و چې مشرتابه یې امریکایي استازي ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له خاورې به چاته ګواښ نه پېښیږي.
پر امریکا سربیره نورو هېوادونو هم د ا.ا رسمیت پېژندل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ټینګښت پورې تړلي دي.