د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، د اټومي جګړې ګواښ مخ به ډېرېدو دی، خو روسي چارواکي ”لیوني شوي نه دي ” چې لومړي به خپلې اټومي وسلې کاروي.
پوتین ټینګار کوي، هېواد به یې یوازې هغه وخت پراخ ویجاړونکي وسلې وکاروي، چې برید پرې وشي.
دا خبرې ښاغلي پوتین د روسیې بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې کړي دي.
هغه همداراز وویل چې په اوکرایین کې روانه جګړه به ”اوږد بهیر ” ولري. تر دې مخکې لوېدیځ چارواکي په دې باوري وه، چې پوتین په اوکرایین کې د ژر بریا ترلاسه کولو پلان لري.