امریکايي محکمې د جمال خاشقجي د وژلو په قضیه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د محاکمې دعوا رد کړه

امریکايي محکمې د جمال خاشقجي د وژلو په قضیه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د محاکمې دعوا رد کړه

قاضي جان بیټس وویل دا پرېکړه “اسانه نه” وه، خو بن سلمان د یو خپلواک هېواد د مشر (لومړي وزیر په توګه) له خوندیتوب برخمن دی.‌

دغه سعودي الاصله امریکایي خبریال د سعودي واکمن شاهي نظام مخالف و.

د خاشقجي کوژدنې خدیجې چنګېز په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، له دې حکم سره “نن جمال یو ځل بیا ومړ”.

هغې د دیموکراسۍ له ملاتړې (ډاون) ټولنې سره په همکارۍ د امریکايي محکمې پرېکړې پرضد د ملکي دعوا خوځښت هم پیل کړی دی.

خاشقجي په ۲۰۱۸ کال د ترکیې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه ووژل شو،چې   د سعودي د واکمن شاهي نظام استخباراتي ډله په دې وژنې تورنه شوه.

خو ریاض وايي دا ډله (مرتده) ده او چارواکو ته له مراجعې پرته یې دا کار کړی دی.‌