د جاپان سفارت په رسمي ټوېټر پاڼه کې راغلې چې دا مرستي به افغانانو ته د بشر دوستانه پروژو د پلي کولو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو شونتیا برابره کړي.
دا پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو، او غیر دولتي موسسو له خوا افغانستان کې پلې کیږي.
جاپان له دې وړاندې هم په بشري برخه کې د افغانانو د ژوند ښه کولو په موخه افغانستان سره مرستې کړي دي.
تېتسو ناکامورا چې یو جاپانی ډاکټر و، او تېره یکشنبه یې افغانستان کې د وږل کېدو درېیم تلین پوره شو،د افغانانو سرد اوبو د مدیریت په برخه کې یې ډېر کار کړی و.
نوموړي د افغانستان ختیځه برخه ننګرهار کې د اوبو د کانالونو جوړونې ته مخه کړه او زرګونه جریبه شاړې ځمکې یې خړوبه کړې چې دا کار یې د زرګونه افغانانو ژوند بدل کړ.