ا.ا په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لګولو په ترڅ کې د ښځو پر سپورت هم بندیز لګولی دی.
د المپیک د نړیوالې کمیټې اجراییه بورډ په افغانستان کې د ښځو پر سپورټي لوبو د ا.ا د محدیتونو په اړه د یو بشپړ راپور له اورېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده او دا حالت یې وغندې، خو دې کمېټې ا.ا ته کوم ضرب الاجل ندی ټاکلی.
د المپیک نړیوالې کمېټې له غونډې وروسته له ا.ا وغوښتل چې د پاریس په المپیک کې د افغانستان د ټیمونو په ترکیب کې نجونې هم شاملي کړي.
بل لور ته د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس هم د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتې دي چې پر ښځو د ا.ا لګول شوي بندیزونو په خاطر دې افغانستان ته په نړیوالو سپورتي لوبو کې د ګډون اجازه ورنکړي.