د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوي په کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره لېدلې دي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوي په کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره لېدلې دي

د کندهار د امنیې قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا یو پلاوي د دوشنبې په ورځ له امنیه قومندان رحیم الله محمود سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې کړي دي.

 اعلامیه زیاتوي چې د کندهار امنیه قومندان د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په کابل کې د ا.ا مرکزي چارواکو او ملګرو ملتونو د دې لیدنې په اړه تر اوسه څه ندې ویلي، خو مخکې هم ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې یوه ډله بهرني استازي د ا.ا له مشر هبت الله اخندزاده سره د لیدنې لپاره کندهار ته ځي.