د هند په کوربه توب به نن د منځنۍ اسیا هېوادونو یوه ورځنۍ غونډه جوړیږي

د هند په کوربه توب به نن د منځنۍ اسیا هېوادونو یوه ورځنۍ غونډه جوړیږي

د دې غونډې اجنډا د افغانستان د امنیتي وضعیت څارنه، له دغه هېواده د ترهګرۍ خپرېدلو او د سخت‌دریځۍ له ګواښونو سره مبارزه او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د هند د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.
دغه غونډه به نن سه شنبې د هندوستان په ډیلي ښار کې د افغانستان شمالي ګاونډیانو قزاقستان، کرغيزستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون جوړه شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه چې له افغانستان سره ځمکنۍ پولې لري او په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي بدلون او واک ته د ا.ا له رسېدو سره کله ناکله د خ هېوادونو د ملي امنیت په اړه اندېښنې څرګندوي غواړي د دغې غونډې په ذریعه د احتمالي ګواښونو او د هغوی د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
هند په دې باور دی، چې له سیمې سره د ښې اړیکې پالل د سوداګرۍ د ودې ترڅنګ د خلکو ترمنځ اړیکې هم پیاوړي کوي.
تمه کېږي، چې په دغې یوه ورځنۍ غونډه کې هند د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو۳۰مه کلیزه هم ولمانځي.