د نړیوال بانک مرستیاله: د اوکرایین بیا رغونه ۶۰۰ میلیارد یورو ته اړتیا لري

د نړیوال بانک مرستیاله: د اوکرایین بیا رغونه ۶۰۰ میلیارد یورو ته اړتیا لري

د نړیوال بانک مرستیاله انا بجرد Anna Bjerde وايي چې د جګړه ځپلي اوکراین بیا رغونه ۶۰۰ میلیارد یورو لګښت ته اړتیا لري

مېرمن بجرد پرون د اتریش ډې پریس ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، له اروپايي کمېسیون او د اوکراین له حکومت سره په ګډه یې د دې احتمالي لګښت اټکل چمتو کړی دی.

نوموړې وايي، د جون میاشتې په لومړیو کې د اوکراین د زیانونو د بیا رغونې لګښت ۳۵۰ میلیارد یورو اټکل شوی و، خو اوسنیو ویجاریو ته په کتو د دوی په اټکل کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.