ایران د اسراییل استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ په تور ۴ کسان اعدام کړل

ایران د اسراییل استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ په تور ۴ کسان اعدام کړل

د ایران دولتي اژانس ایرنا د اعدام شویو کسانو نومونه خپاره کړي او وايي، دوی له موساد څخه د وسلو او پیسو په ترلاسه کولو تورن وو.

د ایران سپاه پاسداران ډېرې نور کسان یې له موساد سره د اړیکو ، د ایراني وګړو د اختطاف او د ملکیتونو په تخریب کې د لاس درلودلو په تور نیولي دي.

اسراییل او ایران په سیمه کې د یو بل سره ښې اړیکې نلري او کله ناکله ایران بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر ورکوي.