افغان لوبغاړي ولي محمد نوري د برېتانیې د لامبو وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی دی

افغان لوبغاړي ولي محمد نوري د برېتانیې د لامبو وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی دی

دغه سيالۍ پرون(یکشنبه) په انګلستان کې ترسره شوې او له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه چې ښاغلي نوري په ۴۹ ثانیو کې د پنځوس متره واټن په طی کولو سره، لومړی مقام خپل کړ.

ښاغلي نوري رسنیو ته په استول شوي پيغام کې : د لامبو وهنې په سيالۍ کې د سرو زرو د مډال ګټلو او د لوبې د سختوالي په هکله خبرې کړي دي.

ولي محمد نوري تر دې وړاندې هم د بینایانو او نابینایانو د ځغاستې او لامبو وهلو سیاليو کې اتلولۍ ګټلي دي.