د دغه وزارات په خبر پاڼه کې راغلي،چې د ژمي له رارسیدو سره د سالنګ د لویې لارې ۳۰ کیلو متره سړک د بیا رغونې کارونه چې د روان کال په دوهمه نیمايي کې پیل شوی و، د شیبر کوتل د بدیلې لارې د نه خوندېتوب له امله ځنډېدلې دي.
تر دې مخکې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پر مهال د هېواد شمال ته د تګ راتګ لپاره د شیبر کوتل له بدیلې لارې څخه کار اخیستل کېدی.
د ټولګټو چارو وزارت په وینا د تونل په ګډون د دې لویې لارې بیا رغونه به په راروان پسرلي کې بیا پیل شي.