د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو هیئت پرون شنبه متحده عرب اماراتو ته لاړ

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو هیئت پرون شنبه متحده عرب اماراتو ته لاړ

 دغه هیئت به په اماراتو کې له ځايي مشرانو، مېشتو افغانانو او نورو شخصیتونو سره ګوري.

د ځینې سرچینو په حواله د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پرون له افغانستان په بهرني سفر تللې دی او ښايي چې ښاغلی کرزی به هم په متحده عرب اماراتو کې تم شي.

اماراتو ته د اوسنیو او پخوانیو چارواکو سفر د دې لپاره مهم ګڼل کېږي، چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني هم هلته اوسیږي..

دا لا څرګنده نه ده چې ښاغلی مجاهد به له ښاغلي کرزي یا هم غني سره د دې سفر پر مهال ګورې  که نه؟