کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانکې په غاړه اخیستی دی

کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانکې په غاړه اخیستی دی

د جمعې په ورځ د کابل په پروان مېنه کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني  تر ډزو وروسته د هغه یو ساتونکی ټپي شو او ښاغلی نظاماني دبریده روغ ووت.

 تېره شپه د داعش ډلې په ټیلګرام کې د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې دا برید د دوی یوه غړي کړی دی.

 پاکستان او امریکا دا برید غندلی او ا.ا د برید غندنې ترڅنګ ویلي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.