د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه وخت رارسېدلی دی چې اوکراین ته د پیټریاټ توغندیو دفاعي سیستم وسپارل شي.
ښاغلي دیمیټرو کولیبا سي این این تلوېزیون ته په مرکه کې دا خبره هم وکړه چې پر اوکراین د روسیې د برید په لومړیو کې دوی د دې توغندیو غوښتنه کړې وه خو اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې دا پرېکړه وشي.
هغه له خپلو امریکایي او جرمني سیالانو سره هم په دې تړاو خبرې کړي دي خو په دې اړه تر اوسه د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزارت او د ناټو غړو هیوادونو څه پرېکړنده کړې چې آیا اوکراین ته پیټریاټ توغندي ورکوي او که نه.