د اوکراین د اټومي انرژۍ د دولتي ادارې مشر وايي، روسي ځواکونه ښايي د زاپوروژیا له اټومي تاسیساتو څخه ووځي.
پیټرو کاټین پرون (د نومبر ۲۷مه) وویل ځینې نښې یې لیدلې چې ښایي همداسي وشي.
د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې د روسیې دا کار به د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په ډګرونو کې لوی بدلون راولي.
د زاپروژیا اټومي بټۍ د مارچ په میاشت کې، پر اوکراین د روسي ځواکونو تر یرغل څو اوونۍ وروسته ونیول شوه.