افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه

د کرېکټ نړیوالې شورا پرون ناوخته اعلامیه خپره کړه چې، له سرېلانکا سره د افغانستان په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د پنځه امتیازونو په ګټلو سره د هند په کوربه‌ توب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

افغانستان اوس مهال په سوپر لیګ کې اووم ځای لري، او ټول اوه لوبډلې نړیوال جام ته وتلي دي.

افغانستان له سرېلانکا یوه لوبه ګټلې، یوه یې د باران په خاطر لغوه‌ شوه او سبا به وروستۍ لوبه ورسره ولري.

افغانستان د کرېکټ په سوپر لیګ کې چې هدف یې مستقیما نړیوال جام ته د اتو ټیمونو وتل دي له دیارلسو لوبو ۱۱ ګټلي او ۱۱۵ نمرې لري.