د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان وايي،چې د دې هیواد له ملي او ایالتي اسامبلیو وځي

د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان وايي،چې د دې هیواد له ملي او ایالتي اسامبلیو وځي

عمران خان دغه اعلان پرون په راولپنډۍ کې زرګونو پلویانو ته د وینا پر مهال وکړ.

ښاغلی خان د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون په عام محضر کې راڅرګند شو.

هغه همداراز د اسلام آباد پر لور خپل احتجاجي لاریون لغوه کړ او ویې ویل،چې دا پرېکړه یې د هېواد د ویجاړۍ د مخینوي لپاره کړې ده.

عمران خان د پاکستان له اوسني حکومت څخه وغوښتل چې له وخته مخکې دي انتخابات ترسره کړي.

 خوبل لور ته د پاکستان حکومت په دې ټینګار کوي چې انتخابات به له مهال وېش سره سم د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې ترسره کیږي.