د م.م. سازمان د شنونکو یوې ډلې د افغان ښځو پر وړاندې د ا.ا چلند د بشر ضد جرم بللی دی.
دغه سازمان دا څرګندونې پر افغان ښځو د یو لړ بندېزونو تر لګونې ورسته کړي دي.
د دغو بندېزونو پر بنسټ افغانې ښځې پارکونو، ورزشي کلپونو، ښوونځیو او کار ځایونو ته له تګه منع شوې دي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارد بينت او د دغه سازمان نهو نورو شنونکو د جمعې په ورځ د نومبر ۲۵مه وويل چې افغان ښځو او نجونو سره د ا.ا چلند ممکن د روم تړون پر بنسټ، چې افغانستان ېې هم غړی دی، یو «جنسيتي آزار او اذیت» وي.
خو بل لور ته د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ملګرو ملتونو دغې ارزونې ته په غبرګون ويلي دی چې «په حاضر وخت کې د ښځو د حقونو او مساواتو په نوم د افغانستان پر بې ګناه خلکو باندې د ملګرو ملتونو د لګول شويو تحریمونو مجموعه د بشریت ضد جنګي جرایم دي.»
د ملګرو ملتونو د شنونکو په اعلاميه راغلې چې په کور د ښځو کېنول «د زندان معادل» عمل دی چې د کورنيو تاوتريخوالو او په رواني روغتيا کې د مشکلاتو د ډيرېدو سبب ګرځي.