د اروپايي ټولنې ځانګړې استازی: ا.ا باید نړیوال قوانین رعایت کړي

د اروپايي ټولنې ځانګړې استازی: ا.ا باید نړیوال قوانین رعایت کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن وایي، ا.ا پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته مسوولیت لري چې نړیوال قوانین رعایت کړي.

نیکلاسن دغه څرګندونې پرون  د ا.ا  له خوا په لوګر کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د عملي کولو په غبرګون کې کړي دي.

هغه وايي، اروپایي ټولنې له هغو ټولو هېوادونو څخه د نړیوال قانون په رڼا کې د مسوولیت  د منلو غوښتنه کړې ده، چې د ده په وینا ورته سزاګانې په کې عملي کېږي.

نیکلاسن فزیکي مجازات ظالمانه، غیرانساني او د سپکاوي چلند بللی او ویلي دي چې دا ډول کړنې د شکنجې د مخنیوي او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوالو کنوانسیونو سره په ټکر کې دي.

خو بل لور ته د ا.ا ویاند ذبیح الله م جاهد وايي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او نظام یې دنده لري چې اسلامي شریعت نافذ کړي.