د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، افغان ښځينه قاضيانې او مدافع وکيلانې مرستو ته اړتیا لري

د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، افغان ښځينه قاضيانې او مدافع وکيلانې مرستو ته اړتیا لري

رینا امیري نن په یوه ټوېټ کې ویلي، یو کال مخکې ا.ا په افغانستان کې د مدافع وکیلانو او ښځینه قاضیانو ټولنه منحل کړه چې د جنسیتي برابرۍ لپاره یې کار کاوه.

د هغې په خبره په دې کار سره اوس ښځې له دې بې برخې شوي چې قانون ته لاس‌رسی ولري او ډېرې ښځینه قاضیانې او مدافع وکیلانې د خپلو مهارتونو د کارولو پر ځای حتی د خپلو ماشومانو  او کورنیو د حق غوښتنه نشي کولای

د هغې په خبره دې ته بې عدالتي وايي.

اغلي امیري دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا د نومبر۲۵مه په نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده.