په افغانستان کې د دې ادارې څانګې په یوه ټوېټ کې لیکلې چې د لغمان ولایت په لیرې پرتو سیمو کې له۲۴۰۰ زیانګالو سره دغه مرستې د دې لپاره شوي دي تر څو پرې د ژمي اړتیاوې پوره کړي.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې د مرسته شوي نغدو پیسو د اندازې په هکله څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې کمېتې څو ځلې په افغانستان کې د راروان اقتصادي بحران خبردارې ورکړی او ویلې چې د افغانستان نیمايي شاوخوا شل میلون وګړي د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزې سره مخ دي.