د روغتیا نړیوال سازمان، افغانستان ته د اضطراري بستو په ګډون د ۶۹۰ مټریک ټُنو په اندازه د روغتیايي تجهیزاتو د مرستې خبر ورکړ.
دغه سازمان پرون په ټویټر کې لیکلي، چې دغه تجهیزات د افغانستان په ۹۱ ولسوالیو کې هغو ۳۰۱ روغتیلیی مرکزونو ته لېږل شوي دي. ، چې د ژمي پر مهال د سړې هوا له کبله تګ راتګ پکښې بندیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، دغه روغتیايي تجهیزات به د درېیو میاشتو لپاره بس وي او نږدې څلور ملیون کسانو ته به ورسېږي.
ګڼ کسان وايي، چې دا مهال په دولتي روغتونونو کې روغتیايي خدمات په سم ډول نه وړاندې کېږي او دوی د سختو اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای چې خپل ناروغان شخصي روغتونونو ته بوزي.