د کابل د نهمې حوزې د خواجه رواش په اړوند سیمه کې نامعلوم وسلهوالو د یو جومات دننه پر لمونځ کوونکو برید کړی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې، پېښه د حضرت بلال په نوم په یو جومات کې رامنځته شوې ده.
نوموړي ویلي دي چې حمله کوونکي د تنفګنچې په وسیله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
ښاغلی ځدراڼ وایې، لومړنی څېړنې دا ښیې پېښه د شخصي دُښمنۍ له امله رامنځته شوې ده او د امنیتي ځواکونو له لوري د حمله کوونکي د نیولو او پیدا کولو هڅې روانې دي.
د پېښې دقیق وخت نهدی معلوم خو ویل کېږي چې پېښه نن سهار د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.