په اندونیزیا کې د شدیدې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۱۶۰ تنو واوښت

په اندونیزیا کې د شدیدې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۱۶۰ تنو واوښت

د دغه هېواد په لوېدیځ جاوا ولایت کې پرون دوشنبه د ریښتر په کچه د ۵.۶ درجې زلزلې سلګونه تنه یې  ټپیان او وژلي دي.

تر ټولو ډېر ضرر سیانجور ښارګوټي کې خلکو ته اوښتی دی.

 د راپورونو له مخې، د لوېدیځ جاوا والي رضوان کامل ویلي چې  په وژل شویو کې ډېرې یې د ښوونځي زده کوونکي دي.

د ښاغلی رضوان په وینا روغتونونه د ټپیانو څخه ډک دي او اندېښنه شته چې د مړو شمېر به له دې هم لوړ شي ځکه چې ډېری زیربناوې له منځه تللې دي.