د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه پیغام کې تایید کړه چې چاودنه د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند درېیم پروان سیمه کې یو کرولا ډوله موټر کې شوې چې موټر اور اخیستی او په کې ناست دوه کسان وژل شوي دي.
ځدراڼ زیاته کړه چې سیمې ته د پلټنې لپاره یو ټیم لېږدول شوی او ډېر ژر به جزییات له خلګو سره شریک کړي.