برتانیې له اوکرایین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې

برتانیې له اوکرایین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې

بریتانیا  د ۵۹ میلیون او ۴سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت اوکراین ته د هوايي دفاع یوه پوځي کڅوړې  یا بستې د ورکړي اعلان کړی دی

د پوځي مرستو په دې کڅوړه کې د الوتکو ضد وسلې او هغه ټکنالوژي شامله ده، چې د ایران له خوا روسیې ته ورکړل شوې ډرونونه ویشتلی شي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک پرون شنبه کییف ته د خپل لومړني رسمي سفر پر مهال دا خبره وکړه.

سوناک وویل، چې په دغو مرستو کې د رادار سیسټم، د ډرون ضد تجهیزات او د سړو له کبله بشري ملاتړ او نور توکي شامل دي.