د سپین بولدک او چمن د لارو تړل کېدو له کبله افغان سوداګرو ته زیان اوښتی دی

د سپین بولدک او چمن د لارو تړل کېدو له کبله افغان سوداګرو ته زیان اوښتی دی

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د سپین بولدک او چمن لارې د تړل کېدو له کبله افغان سوداګرو ته  د ملیونونو افغانیو زیان اوښتی دی

د دې خونې مرستیال عبدالباقي بنا هم رسنیو ته تاييده کړې، چې د افغان سوداګرو مالونه د کرښې دواړو خواو کې بند پاتې دي.

دغه لار وروسته له هغې وتړل شوه، چې تېر یکشنبې یو وسله وال کس پر پاکستاني سرحدي پوځیانو ډزې وکړې، چې یو پوځي یې وواژه او دوه نور ټپیان کړل.

بل لور ته پاکستاني چارواکو ویلي، دروازه به تر هغه د سوداګرو پر مخ خلاص نه کړي، تر څو د پاکستاني پوځي قاتل دوی ته سپارل شوی نه وي.

 ذبیح اله م جاهد وايي، د ا.ا له لورې یوه کمېټه ټاکل شوې ده چې دا پېښه وڅيړي.